Acts 13:17 — Compare Translations
3 translations compared side by side
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک زمونږ پلار نيکونه منتخب کړل او کله چې لا هغوئ مهاجر وو نو د هغوئ نه يې په مِصر کښې يو لوئ قوم جوړ کړو. او هغوئ يې د مِصر د غلامۍ نه په خپل لوئ قُدرت سره را آزاد کړل.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
د اسراییلو د خلکو خدای زمونږ نیکونه غوره کړل او کوم وخت چې هغوی په مصر کې د پردیو په شان اوسېدل، نو د هغوی څخه یې یو لوی قوم جوړ کړ. بیا یې په خپل لوی قدرت سره هغوی د مصر څخه راوویستل
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
دَ بنى اِسرائيلو خُدائے زمُونږ پلارُونه نيکُونه غوره کړل اَؤ دَ دوئ نه ئے لوئے قوم جوړ کړو. کله چه هغوئ بدستور په مِصر کښے لکه مسافران اوسيدل نو دوئ ئے دَ مصر نه په خپل لوئے قُدرت راوويستل.