Acts 13:22 — Compare Translations

3 translations compared side by side

Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
خو خُدائ پاک ساؤل لرې کړو او داؤد يې د هغۀ په ځائ بادشاه مقرر کړو، چې د چا په حقله چې خُدائ پاک داسې وفرمائيل، ”د يَسى زوئ داؤد زما په نقش قدم روان دے، هغه به زما ټوله رضا سر ته ورسوى.“
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
کله چې خدای شاوول لېرې کړ، نو داود یې د اسراییلو پاچا کړ. خدای د داود په هکله داسې وویل: ‹ما ولیدل چې د یسي زوی داود داسې سړی دی چې زما د زړه نه خبر دی او هرڅه چې زه وغواړم هغه به یې سرته رسوي.›
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
بيا ئے هغه لرے کړو اَؤ داؤد ئے دَ هغوئ بادشاه جوړ کړو اَؤ هغۀ ته ئے په دے ټکو خپله رضا ورکړه :  ”ما دَ يشى زوئے داؤد دَ خپل زړۀ په مُطابق سړے ومُوندلو، هغه چه زما ټول مقصدُونه پُوره کړى.“