Acts 13:25 — Compare Translations

3 translations compared side by side

Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
کله چې يحيىٰ خپل خِدمت پوره کولو نو هغۀ ووئيل چې، ”زۀ هغه مسيح نۀ يم کوم چې ستاسو خيال دے، خو زما نه پس هغه څوک راروان دے چې زۀ د هغۀ د پېزار د تسمو د پرانستلو جوګه هم نۀ يم.“
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
کله چې یحیی خپله وظیفه سرته ورسوله، هغه وویل: ‹تاسو څه فکر کوئ چې زه څوک یم؟ زه هغه څوک نه یم چې تاسو یې انتظار کوئ. خو زما څخه وروسته هغه څوک راروان دی چې زه د هغه د څپلیو د تسمو د خلاصولو لیاقت هم نه لرم.›
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
اَؤ کله چه يحيىٰ خپل دور پُوره کاوو نو هغۀ ووئيل چه زَۀ هغه نۀ يم چه تاسو مے ګمان کوئ، خو زما نه پس به هغه څوک راځى چه زَۀ دَ هغه دَ پيزار دَ تسمے پرانستلو جوګه هم نۀ يم.