Acts 13:27 — Compare Translations
3 translations compared side by side
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
د يروشلم خلقو او د هغوئ مشرانو عيسىٰ ونۀ پېژندلو، د هغۀ په مجرم کولو هغوئ د نبيانو هغه کلام پوره کړو چې د هر سبت په ورځ به تلاوت کېدو.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
د اورشلیم خلکو او د هغوی مشرانو نه عیسی وپېژانده او نه هغوی د پیغمبرانو په پیغام باندې پوه شول چې د هر سبت په ورځ لوستل کیږي. خو هغوی د عیسی په محکومولو سره د پیغمبرانو پېشګویانې پوره کړلې.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
دَ بيتُ المُقدس خلقو اَؤ مشرانو عيسىٰ ونۀ پيژندلو اَؤ نۀ ئے دَ نبيانو په هغه کلام ځان پوهه کړو کُوم چه په هر سبت لوستلے کيږى، اَؤ بے شکه هغوئ دَ هغۀ دَ رد کولو پيشن ګوئى پُوره کړه.