Acts 13:33 — Compare Translations

3 translations compared side by side

Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
خُدائ پاک دا وعده زمونږ دپاره، چې مونږ د هغوئ اولاد يُو، د عيسىٰ د مړو نه بيا ژوندى کولو سره پوره کړله، لکه چې دا په دوېم زبور کښې ليکلى دى چې، ”تۀ زما زوئ يې او د نن نه زۀ ستا پلار شوم.“
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
خدای دا وعده زمونږ دپاره چې د هغوی اولاده یو، د مړو نه د عیسی په بیا راژوندي کولو سره پوره کړه. لکه څنګه چې په دوهم زبور کې لیکل شوي دي: ته مې زوی، زه دې نن پلار شوم.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
خُدائے دا وعده زمُونږ دَ پاره چه مُونږ دَ هغوئ اَؤلاد يُو، دَ عيسىٰ دَ مړو نه بيا ژوندى کولو سره پُوره کړه لکه چه دا په دويم زُبور کښے ليک دى چه :  ”تۀ زما زوئے ئے، ما نن اظهار کړے.“