Acts 13:34 — Compare Translations

3 translations compared side by side

Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
او خُدائ پاک د هغۀ سره د مړو نه د بيا راژوندى کولو وعده وکړه او په قبر کښې خاورې کېدو ته يې پرې نۀ ښودو، او خُدائ پاک وفرمائيل چې، ”زۀ به تاسو ته د داؤد سره وعده کړے شوى پاک او حقيقى نعمتونه درکړم.“
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
خدای هغه د مړو څخه راژوندی کړ او دې ته یې پرېنښود چې مړی یې په قبر کې خراب شي. او په دې هکله خدای داسې وویل: زه به تاته هغه ځانګړي او یقیني برکتونه درکړم چې د داود سره مې وعده کړې وه.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
اَؤ کله چه عيسىٰ ئے له مړو نه بيا راژوندے کړو چه دَ خاورے کيدو ساعت چرے پرے نۀ راځى نو خُدائے داسے ووئيل چه :  ”زَۀ به تاسو له دَ داؤد سره وعده کړى شوى پاک اَؤ حقيقى نعمتُونه درکړم.“