Acts 13:36 — Compare Translations
3 translations compared side by side
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
ځکه کله چې داؤد په خپله پيړۍ کښې د خُدائ پاک د مرضۍ خِدمت پوره کړو نو هغه مړ شو او د خپل پلار نيکونو سره ښخ شو او د هغۀ بدن خاورې شو،
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
ځکه چې داود په خپله زمانه کې د خدای اراده پوره کړه او بیا مړ شو او د خپلو نیکونو سره ښخ کړای شو او مړی یې په قبر کې خراب شو.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
نو دا حقيقت دے چه کله چه داؤد په خپله پيړئ کښے دَ خُدائے مرضى پُوره کړه نو هغه مړ شو اَؤ دَ خپلو پلارُونو نيکُونو سره ښخ شو اؤ خاورے شو.