Acts 13:43 — Compare Translations

3 translations compared side by side

Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
نو چې کله ګڼه خوره شوه نو ډېر يهوديان او نوې يهوديان شوى کسان پولوس او برنباس له ورغلل او پولوس او برنباس دوئ ته مِنت وکړو چې د خُدائ پاک په فضل کښې قائم پاتې شئ.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
کله چې غونډه پای ته ورسېدله، نو ډېر یهودیان او هغه دینداره خلک چې یهودیان شوي وو، د پولوس او برناباس سره روان شول. پولوس او برناباس د هغوی سره خبرې وکړې او هغوی یې وهڅول چې تل د خدای په فضل باندې توکل ولري.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
هر کله چه ګڼه خوره شوه نو ډير يهُوديان اَؤ ديندار نوى يهُوديان دَ پولوس اَؤ برنبا سره لاړل اَؤ دوئ ورته ووئيل چه ”دَ خُدائے په فضل قائم پاتے شئ.“