Acts 13:46 — Compare Translations
3 translations compared side by side
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
بيا پولوس او برنباس په ډاګه ووئيل چې، ”دا ضرورى وه چې اول دې تاسو بنى اِسرائيلو ته د خُدائ پاک کلام واورولے شى، خو چې تاسو يې نۀ قبلوئ او خپل ځانونه د تل عُمرى ژوندون لائق نۀ ګڼئ، نو اوس مونږ غېريهوديانو ته دعوت ورکوو.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
خو پولوس او برناباس په زړورتیا سره خبرې کولې او ویل یې: «دا ضروري وه چې د خدای پیغام لومړی تاسو ته واورول شي. خو څرنګه چې تاسو هغه ونه مانه او خپل ځانونه مو د تلپاتې ژوندون وړ ونه ګڼل، نو مونږ به اوس تاسو پرېږدو او غیریهودیانو ته به ورشو.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
اَؤ پولوس اَؤ برنبا په ډاګه ووئيل چه ”دا ضرُورى وه چه اول دِ تاسو ته دَ خُدائے کلام واؤرولے شى، خو تاسو ئے نۀ قبلوئ اَؤ دغه شان خپل ځانُونه دَ تل عُمرى ژوندُون لايق نۀ ګڼئ، نو اوس مُونږ غير يهُودو ته ځُو.