Acts 14:19 — Compare Translations
3 translations compared side by side
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
بيا د اَنطاکيه او اِکونيوم نه څۀ يهوديان هغه ځائ ته راغلل او خلق يې ځان سره ملګرى کړل. نو هغوئ بيا پولوس سنګسار کړو او د ښار نه يې بهر راښکلو، د هغوئ خيال دا وو چې ګنې مړ دے.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
بیا له انطاکیې او قونیې څخه ځینې یهودیان راغلل او خلک یې خپل طرفداران کړل او پولوس یې سنګسار کړ. هغوی فکر کاوه چې مړ دی، نو په راښکلو یې د ښار څخه دباندې وویست.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
بيا له اَنطاکيه اَؤ اِکونيوم نه يهُوديان هغه ځائے ته راغلل اَؤ خلق ئے ځان ته راواړول. هغوئ پولوس سنګسار کړو اَؤ خيال ئے دا وو چه مړ دے، نو دَ ښار نه بهر ئے راکښلو.