Acts 14:22 — Compare Translations
3 translations compared side by side
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
هغوئ د ايماندارانو زړونه مضبوط کړل او ډاډګيرنه يې ورکړه چې په خپل ايمان ټينګ او قائم پاتې شى او هغوئ ته يې ووئيل چې، ”د خُدائ پاک بادشاهۍ ته د داخلېدو دپاره به مونږ ډېر تکليفونه زغمو.“
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
هغوی د ایماندارانو زړونه کلکول او هغوی یې هڅول چې په خپل ایمان کې ټینګ پاتې شي او هغوی ته به یې ویل چې د خدای پاچاهۍ ته د ورننوتلو دپاره باید ډېر تکلیفونه وزغمو.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
چا چه ايمان راؤړے وو، دَ هغو زړۀ ئے مظبُوطولو. زړۀ ور کول ئے چه په خپل ايمان ټينګ پاتے شى اَؤ هغوئ ته ئے خبردارے ورکړو چه دَ خُدائے بادشاهئ ته دَ داخليدو دَ پاره به مُونږ ډير تکليفُونه زغمُو.