Acts 14:3 — Compare Translations

3 translations compared side by side

Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
خو د ډيرې مودې دپاره پولوس او برنباس هلته پاتې شول او په زړۀ ورتيا سره يې د مالِک په حقله خبرې کولې، نو مالِک د هغوئ د معجزو او نښو او عجيبه کارونو د قابليت په ورکولو سره د خپل کلام تصديق وکړو.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
نو پولوس او برناباس د اوږدې مودې دپاره هلته پاتې شول او په زړورتیا سره یې د څښتن عیسی په هکله خبرې کولې. څښتن عیسی هغوی ته د حیرانوونکو کارونو او معجزو د ښودلو قدرت ورکړ او ثابته یې کړه چې د هغوی پیغام د هغه د فضل په هکله رښتیا ؤ.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
اَؤ دَ ډيرے مودے دَ پاره پولوس اَؤ برنبا هلته پاتے شول اَؤ دَ خُدائے په توکل ئے په ډاګه اَؤ په زړه ورتيا کلام واؤرولو، اَؤ دَ مالِک په خپل فضل ئے دَ پيغام داسے مُظاهره وکړه چه دَ هغوئ دَ لاسه ئے ډيرے مُعجزے اَؤ نخښے ښکاره کړلے.