Acts 15:14 — Compare Translations
3 translations compared side by side
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
شمعون مونږ ته ووئيل چې خُدائ پاک څنګه په اول ځل د غېريهوديانو نه خلق د خپل ځان دپاره خوښ کړل.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
شمعون مونږ ته ویلي وو چې خدای څنګه د لومړي ځل دپاره د غیریهودیانو سره علاقه وښودله او د هغوی له منځ نه یې د خپل ځان دپاره یو قوم غوره کړ.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
شمعُون وئيلى دى چه خُدائے څنګه په اول ځل دَ غير يهُوديانو نه داسے خلق خوښ کړل چه يو اُمت دَ خپل نُوم دَ پاره ترے نه جوړ کړى.