Acts 15:22 — Compare Translations
3 translations compared side by side
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
بيا رسولانو او مشرانو د ټول جماعت په مشوره دا فېصله وکړه چې په خپل مينځ کښې يو څو کسان خوښ کړى او هغوئ اَنطاکيه ته د پولوس او برنباس سره ولېږى. هغوئ په وروڼو کښې يهوداه چې برسبا ورته وائى، او سيلاس چې په هغوئ کښې ډېر عزتمند وو، غوره کړل.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
بیا رسولانو، مشرانو او د کلیسا ټولو غړو دا پرېکړه وکړه چې د خپل منځ نه یو څو کسان غوره کړي او هغوی د پولوس او برناباس سره انطاکیې ته ولېږي. نو هغوی دوه کسان یعنې یهودا چې د برسابا په نوم یادېده او سیلاس چې د ایماندارانو له خوا یې ډېر درناوی کېده، غوره کړل
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
بيا رسُولانو اَؤ مشرانو دَ ټول جماعت په مصلحت دا فيصله وکړه چه نمائنده ګان خوښ کړى اَؤ هغوئ اَنطاکيه ته دَ پولوس اَؤ برنبا سره واستوى. هغوئ په خپلو کښے يهُوداه چه برسبا ورته وائى، اَؤ سيلاس چه په هغوئ کښے ډير عزتمن وو، غوره کړل.