Acts 15:3 — Compare Translations

3 translations compared side by side

Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
جماعت هغوئ ولېږل او په فينيکې او سامريه ورواوړېدل او هغوئ د غېر‌يهوديانو د ايمان راوړلو خبرې کولې، نو په دې خبره ټول ايمانداران ډېر خوشحاله شول.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
هغوی د انطاکیې د کلیسا له خوا ولېږل شول او په داسې حال کې چې هغوی د فنیقیې او سامرې نه تېرېدل، ایمانداران یې خبرول چې څنګه غیریهودیانو ایمان راوړ. نو د دې خبر په اورېدلو ټول ایمانداران ډېر خوشحاله شول.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
جماعت په خپله دَ هغوئ دَ تلو بندوبست وکړو اَؤ رُخصت ئے کړل اَؤ په فينيکے اَؤ سامريه ور تير شول اَؤ په لاره ئے دَ غير يهُوديانو دَ ايمان راؤړو خبرے کولے، نو په دے خبره هلته اوسيدُونکى دَ عيسىٰ منُونکى ډير خوشحاله شول.