Acts 15:7 — Compare Translations
3 translations compared side by side
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
د اوږد بحث نه پس پطروس پاڅېدو او هغوئ ته يې مخ راواړولو او وې وئيل چې، ”اے زما وروڼو، تاسو په خپله خبر يئ چې په اولو ورځو کښې خُدائ پاک په تاسو کښې زۀ خوښ کړم چې غېريهوديانو ته د زيرى کلام بيان کړم چې هغوئ ايمان راوړى.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
د یو اوږد بحث څخه وروسته پطروس پاڅېده او هغوی ته یې وویل: «ای ورونو، تاسو پوهېږئ چې څه موده مخکې زه خدای ستاسو له منځ څخه غوره کړم چې غیریهودیان زما د خولې نه د عیسی مسیح په هکله زېری واوري او ایمان راوړي.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
اَؤ دَ يو اُوږد بحث نه پس پطروس پاڅيدو اَؤ هغوئ ته مخاطب شو اَؤ وئے وئيل چه ”اَئے زما ورُوڼو! تاسو په خپله خبر يئ چه په اولو ورځو کښے خُدائے په تاسو کښے زَۀ دے ته غوره کړم چه غير يهُوديان زما په خُلۀ دَ زيرى کلام واؤرى اَؤ ايمان پرے راوړى.