Acts 16:14 — Compare Translations

3 translations compared side by side

Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
په هغوئ کښې د يوې نوم لِديه وو چې د قيمتى کاسنى رنګ جامو سوداګره وه او د تواتيره د ښار اوسېدونکې وه. هغه د خُدائ پاک عبادت کوونکې وه. مالِک د هغې زړۀ پرانستو او هغې د پولوس کلام قبول کړو.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
په هغو ښځو کې چې زمونږ خبرو ته یې غوږ ایښی ؤ د یوې نوم لیدیه وه چې د بانجاني قیمتي ټوټو سوداګره او د تیاتیرا د ښار اوسېدونکې وه. هغه داسې ښځه وه چې د خدای عبادت یې کاوه او څښتن د هغې ذهن جوړ کړ څه چې پولوس وایي هغه ومني.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
په هغوئ کښے دَ يوے نُوم لديه وو چه دَ قيمتى اُودى رنګ جامو سوداګره وه اَؤ دَ تواتيره دَ ښار اوسيدُونکے وه چه دَ خُدائے عبادت به ئے کاوو. مالِک دَ هغے زړۀ پرانستو اَؤ هغے دَ پولوس کلام قبُول کړو.