Acts 16:15 — Compare Translations
3 translations compared side by side
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
کله چې هغې ته سره د خاندانه بپتسمه ورکړے شوه نو هغې په مونږ زور واچولو او وې وئيل چې، ”کۀ تاسو ما د مالِک ايمانداره ګڼئ نو راشئ او زما په کور کښې مېلمانۀ شئ.“ او هغې مونږ په پاتې کېدو مجبور کړُو.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
بیا هغې او د هغې کورنۍ ته د تعمید غسل ورکړل شو او هغې مونږ خپل کور ته راوبللو او ویې ویل: «که چېرې تاسو ما د څښتن عیسی رښتینې ایمانداره ګڼئ، نو راشئ او زمونږ په کور کې پاتې شئ.» هغې ټینګار وکړ چې ورسره لاړ شو.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
اَؤ هغے ته سره دَ هغے دَ خاندان بپتسمه ورکړے شوه. نو بيا هغے مُونږ ته ووئيل چه ”که تاسو ما دَ مالِک ايمانداره ګڼئ نو زَۀ درته خواست کوم چه راشئ اَؤ زما په کور کښے ديره شئ.“ اَؤ هغے مُونږ ته تاکيد وکړو.