Acts 16:16 — Compare Translations

3 translations compared side by side

Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
مونږ يوه ورځ چې عبادتخانې ته روان وُو نو يوه نوکره مو وليدله چې پرې د غېب عالم روح ناست وو او هغې خپلو مالِکانو ته د فال کتو په ذريعه ډيرې پېسې ګټلې.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
یوه ورځ مونږ د دعا کولو ځای ته تللو چې د یوې وینځې سره مخامخ شولو چې داسې پېریان یې لرل چې د هغو په مرسته به یې فال کتلو. هغې به له دې لارې خپلو بادارانو ته ډېرې پیسې ګټلې.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
يوه ورځ چه مُونږ دَ عبادت ځائے ته په لاره تلُو نو مُونږ يوه وينځه وليده چه پرے دَ غيبو وئيلو رُوح ناست وو اَؤ خپلو مالِکانو له به ئے په غيب وئيلو ډيرے پيسے ګټلے.