Acts 16:37 — Compare Translations

3 translations compared side by side

Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
خو پولوس آفسرانو ته ووئيل چې، ”باوجود د دې چې مونږ سره د روم شهريت دے خو هغوئ مونږ د خلقو په وړاندې بې‌ګناه بې‌خطا ووهلو. او مونږ يې قېد کړو او اوس مو په پټه وباسى څۀ؟ بلکل نه، هغوئ دې په خپله راشى او مونږ دې بهر کړى.“
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
خو پولوس د پولیسو منصبدارانو ته وویل: «سره له دې چې مونږ رومي تابعیت لرو، خو بیاهم هغو خلکو مونږ بې له کومې محاکمې څخه د ټولو خلکو په مخکې ووهلو او په زندان کې یې واچولو او اوس غواړي مونږ په پټه وباسي؟ نه، پرېږده چې هغوی خپله راشي او مونږ وباسي.»
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
خو پولوس حاکمانو ته ووئيل چه ”هغوئ مُونږ دَ خلقو په وړاندے په کروړو ووهلُو سره دَ دے چه مُونږ رُوميان يُو اَؤ هيڅ قصُور مُو نۀ دے کړے. هغوئ مُونږ قيد خانے ته واچولُو اَؤ اوس مو دوئ په پټه وباسى څۀ؟ نه! په کار دى چه دوئ دِ په خپله راشى اَؤ مُونږ دِ بهر وباسى.“