Acts 17:18 — Compare Translations

3 translations compared side by side

Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
ځينې اِپيکورى او ستُوئيکى فلسفيانو هم ورسره بحث وکړو او ځينو ووئيل چې، ”دا بکواس کولو والا څۀ وئيل غواړى؟“ او نورو ووئيل چې، ”داسې لګى چې دے د غېرو معبودانو بيان کوى.“ او دا يې ځکه ووئيل چې هغۀ د عيسىٰ او د قيامت په حقله زيرے اورولو.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
ځینو اپیکوري او رواقي فیلسوفانو هم د هغه سره بحث کاوه. ځینو خلکو به پوښتنه کوله: «دا جاهل غواړي څه ووایي؟» نورو به ویل: «داسې ښکاري چې هغه د نورو خدایانو په هکله خبرې کوي.» دا یې ځکه وویل چې پولوس د عیسی او د قیامت په هکله زېری ورکاوه.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
اَؤ ځنے اِپيکُورى اَؤ ستُوئيکى فلسفيانو ورسره بحث کولو اَؤ ځنو ووئيل چه ”دا دروغژن باتُور څۀ وئيل غواړى؟“ اَؤ نورو ووئيل چه ”معلوُميږى داسے چه دَ غير خُدايانو بحث کوى.“ اَؤ دا ئے ځکه ووئيل چه هغۀ دَ عيسىٰ اَؤ دَ قيامت زيرے آؤرولو.