Acts 17:23 — Compare Translations

3 translations compared side by side

Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
ځکه هر کله چې زۀ په ښار کښې وګرځېدم او ما ستاسو د عبادت د څيزونو ننداره په غور سره وکړه نو ما د نورو څيزونو سره يوه قربان‌ګاه وليدله چې دا پرې ليکلے شوى وُو چې، د نامعلومه خُدائ پاک دپاره. تاسو چې د کوم څيز د نامعلوم په طور عبادت کوئ، هم دغه څيز زۀ درته بيانوم.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
ځکه کله چې زه ستاسو په ښار کې ګرځېدم او ستاسو د عبادت شیانو ته مې کتل، نو د قربانۍ یو ځای مې ولیده چې پرې لیکل شوي وو: ‹د یو نامعلوم خدای دپاره.› تاسو چې د کوم شي عبادت کوئ او نه یې پېژنئ، د هغه په هکله تاسو ته خبرې کوم.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
ځکه هر کله چه ما ستاسو دَ عبادت دَ څيزُونو ننداره کوله نو ما دَ نورو څيزُونو سره يوه قُربانګاه وليده چه دا پرے دَ پاسه ليک وُو چه، دَ يو نامعلُوم خُدائے دَ پاره. تاسو چه دَ کُوم څيز عبادت کوئ دَ هغے درته پته نِشته، هم دغه څيز زَۀ درته بيانوم.