Acts 17:28 — Compare Translations

3 translations compared side by side

Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
ځکه چې په هغۀ کښې زمونږ ژوندون، حرکت او وجود دے. لکه څنګه چې ستاسو خپلو ځينو شاعرانو وئيلى دى، مونږ هم د هغۀ د نسل نه يُو.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
لکه څنګه چې یو چا ویلي دي: په هغه کې زمونږ ژوند، زمونږ حرکت او زمونږ شتون دی. لکه څنګه چې ستاسو ځینو شاعرانو ویلي دي: مونږ هم د هغه اولادونه یو.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
ولے چه زمُونږ دَ ژوندُون حرکت اَؤ شته والے په هغۀ کښے دے. لکه چه ستاسو خپلو ځنو شاعرانو وئيلى دى، مُونږ هم دَ هغۀ دَ نسل نه يُو.