Acts 17:3 — Compare Translations

3 translations compared side by side

Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
او دا يې ورته تشريح او ثابت کړل چې مسيح به خامخا تکليفونه زغمى او د مړو نه به بيا ژوندے راپاڅى. او هغۀ ووئيل چې، ”کوم عيسىٰ چې زۀ تاسو ته بيانوم، هم هغه مسيح دے.“
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
او دا یې ورته بیان او ثابت کړل چې مسیح باید تکلیفونه وزغمي او د مړینې څخه وروسته به بیا راژوندی شي. پولوس وویل: «همدا عیسی چې زه د هغه په هکله تاسو سره خبرې کوم، هماغه مسیح دی.»
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
دَ صحيفو دَ ليک مِثالُونه ئے بيان کړل اَؤ تشريح ئے ورته وکړه چه مسيح به تکليفُونه خامخا وزغمى اَؤ دَ مړو نه به بيا ژوندے راپاڅى. اَؤ هغۀ ووئيل چه ”کُوم عيسىٰ چه زَۀ تاسو ته بيانوم، هم هغه مسيح دے.“