Acts 17:5 — Compare Translations

3 translations compared side by side

Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
خو يهوديانو د حسد له کبله د څۀ بازارى بدمعاشانو په مدد، جلوس راوويستو او په ښار کښې يې اله ګوله جوړه کړه. هغوئ د ياسون کور راګېر کړو چې پولوس او سيلاس ولټوى او د خلقو ګڼې ته يې راوباسى.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
خو په دې کار د ځینو یهودیانو سره بخیلي راپیدا شوه. هغوی څو بېکاره او لوچک خلک د کوڅو څخه راټول کړل او یوه ډله یې جوړه کړه او په ښار کې یې شور او غوغا جوړه کړه. هغوی د یاسون په کور حمله وکړه او کوښښ یې کاوه چې پولوس او سیلاس پیدا کړي او خلکو ته یې راولي.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
خو يهُوديانو دَ حسد له کبله څۀ بازارى بدمعاشان دَ ځان سره کړل، ګڼه ئے جوړه کړه اَؤ په ښار کښے په شور زوږ لګيا شول. هغوئ دَ ياسون کور راګير کړو چه پولوس اَؤ سيلاس دَ ښارئے عامو خلقو ته راوباسى.