Acts 18:2 — Compare Translations
3 translations compared side by side
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
هلته هغه اکوله نومې يهودى سره مِلاو شو چې د اصل نه د پونطوس وو او د ښځې نوم يې پرسکله وه. هغه تازه تازه د اِټلى نه راغلے وو ځکه چې کلوديوس ټولو يهوديانو ته حُکم ورکړے وو چې د روم نه ووځئ. پولوس هغوئ سره د مِلاوېدو دپاره ورغلو.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
په هغه ځای کې هغه د یو یهودي سره چې اکیلا نومېده او په اصل کې د پونتوس څخه ؤ، مخامخ شو. اکیلا د خپلې ښځې پریسکیلا سره نوی له ایټالیې څخه راغلی ؤ، ځکه چې کلودیوس امپراتور امر کړی ؤ چې ټول یهودیان دې له روم څخه ووځي. پولوس لاړ چې د هغوی سره وګوري
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
هلته هغه په اکوله نومے يهُودى پيښ شو چه دَ اصل نه دَ پونطوس وو اَؤ دَ ښځے نُوم ئے پرسکله وو. هغه تازه تازه له اِټلى نه راغلے وو ځکه چه هلته قيصر کلوديوس دا حُکم کړے وو چه ټول يهُوديان دِ له رُوم نه ووزى. پولوس هغو ته ورغے،