Acts 18:23 — Compare Translations
3 translations compared side by side
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
هلته د څۀ وخت تېرولو نه پس هغه په سفر روان شو او د ګلتيه او فروګيه په مُلک کښې وګرځېدو او ټولو مريدانو ته يې ډاډ ورکړو.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
په انطاکیه کې د څه مودې تېرولو څخه وروسته پولوس بیا په سفر روان شو او د غلاتیې او فریجیې په ټوله سیمه کې یې د یو ځای څخه بل ځای ته سفر کاوه او د ټولو ایماندارانو زړونه یې غښتلي کول.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
اَؤ چه هلته دَ څۀ وخت تيرولو نه پس هغه بيا په سفر روان شو اَؤ دَ ګلتيه اَؤ فروګيه په وطن کښے وګرزيدو اَؤ دَ ټولو نوو مُريدانو زړُونه ئے مظبُوط کړل.