Acts 18:25 — Compare Translations

3 translations compared side by side

Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
هغۀ د مالِک خُدائ د لارې تعليم حاصل کړے وو او په روحانى جوش سره يې خبرې کولې او د عيسىٰ په حقله يې صحيح تعليم ورکولو. اګر کۀ هغه صرف د يحيىٰ د بپتسمې نه واقف وو.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
هغه ته د څښتن د لارې تعلیم ورکړل شوی ؤ او په زیات شور او شوق سره یې خبرې کولې او په سمه توګه یې د عیسی په هکله تعلیم ورکاوه، که څه هم هغه یوازې د یحیی د تعمید د غسل څخه خبر ؤ.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
هغۀ دَ مالِک دَ لارے تعليم حاصل کړے وو اَؤ په رُوحانى جوش سره ئے خبرے کولے اَؤ دَ عيسىٰ په حقله ئے صفا صفا تعليم ورکولو. سره دَ دے هغۀ ته تش دَ يحيىٰ بپتسمه معلُومه وه.