Acts 18:27 — Compare Translations

3 translations compared side by side

Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
او چې اپولوس وغوښتل چې اخيه ته پورې وځى نو ايماندارانو هغۀ ته د تلو ډاډ ورکړو او مريدانو ته يې وليکل چې د هغۀ هرکلے وکړى. نو چې هغه هلته ورسېدو نو هغۀ د هغه چا دپاره چې د خُدائ پاک په فضل يې ايمان راوړى د لوئ ښېګړې سبب شو.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
اپولوس جنوبي یونان ته د تګ په هکله فکر کاوه، نو د افسیس ایماندارانو هغه وهڅاوه چې لاړ شي. هغوی د اخیې ایماندارانو ته لیک ولېږه چې هغه ته تود هرکلی ووایي. کله چې هغه هلته ورسېده، نو د هغو خلکو سره یې ډېره مرسته وکړه چې د خدای په فضل سره یې ایمان راوړی ؤ.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
اَؤ کله چه اپولوس وغوښتل چه اخيه ته پورے ووزى نو دينى ورُوڼو ئے مدد وکړو اَؤ مُريدانو ته ئے وليکل چه هغه قبُول کړى. هر کله چه هغه راورسيدو نو دَ خُدائے په فضل دَ نوو ايمان راوړُونکو دَ پاره ډير فائده مند ثابت شو.