Acts 18:6 — Compare Translations

3 translations compared side by side

Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
خو چې کله يې هغوئ مخالفت وکړو او بدرد يې ورته ووئيل نو هغۀ احتجاجاً خپلې جامې وڅنډلې او هغوئ ته يې ووئيل چې، ”ستاسو خون ستاسو په غاړه، زۀ ترې پاک يم. اوس به زۀ غېر‌يهوديانو ته لاړ شم.“
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
خو کله چې یهودیانو د هغه سره مخالفت وکړ او هغه ته یې بد رد وویل، نو پولوس خپل کالي وڅنډل او هغوی ته یې وویل: «ستاسو خون ستاسو په خپله غاړه دی. زه یې د مسوولیت څخه خلاص یم. زه به له دې وروسته غیریهودیانو ته ورځم.»
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
خو کله چه هغوئ مُخالفت وکړو اَؤ بد رد ئے ورته ووئيل نو هغۀ خپلے جامے وڅنډلے اَؤ هغوئ ته ئے ووئيل چه ”ستاسو خُون ستاسو په غاړه، زَۀ ترے پاک يم. نو زَۀ اوس غير يهُوديانو ته ځم.“