Acts 19:13 — Compare Translations
3 translations compared side by side
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
بيا ځينې دم آچوونکى يهوديان چې سيلانيان وُو نو هغوئ به هم د پيريانو د ايستلو دپاره د مالِک عيسىٰ نوم دغه شان استعمالولو. هغوئ به وئيل چې، ”تاسو ته د هغه عيسىٰ په نوم حکم درکوو چې پولوس يې بيانوى رابهر شئ.“
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
ځینو یهودیانو چې یوځای او بل ځای به ګرځېدل، کوښښ کاوه چې د څښتن عیسی په نوم پېریان وباسي. هغوی به پېریانو ته ویل: «زه د هغه عیسی په نوم چې پولوس یې وعظ کوي، امر کوم چې راووځه.»
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
خو ځنے دم آچووُنکى يهُوديان چه سيلانيان وُو نو هغوئ به دَ ناپاکو رُوحونو په رنځُونو دَ مالِک عيسىٰ نُوم استعمالولو. هغوئ به وئيل چه ”دَ هغه عيسىٰ په نُوم قسم درکوُو چه پولوس ئے بيانوى.“