Acts 19:2 — Compare Translations

3 translations compared side by side

Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
هغۀ هغوئ ته ووئيل چې، ”د ايمان راوړلو په موقع په تاسو روحُ القُدس نازل شوے وو؟“ هغوئ جواب ورکړو چې، ”نه، مونږ ته خو دا پته هم نشته چې روحُ القُدس څۀ څيز دے.“
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
د هغوی څخه یې پوښتنه وکړه: «کله چې تاسو ایمان راوړ، نو روح القدس مو تر لاسه کړ؟» هغوی ځواب ورکړ: «نه، مونږ لا خبر هم نه یو چې روح القدس شته.»
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
اَؤ هغو ته ئے ووئيل چه ”څۀ وخت چه تاسو ايمان راوړے وو نو رُوحُ القُدس درباندے نازل شوے وو څۀ؟“ هغوئ جواب ورکړو چه ”نه، مُونږ خو دَ سره دَ رُوحُ القُدس نه خبر قدرے هم نۀ يُو.“