Acts 19:21 — Compare Translations

3 translations compared side by side

Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
نو د دې نه پس پولوس د روحُ القُدس په هدايت دا فېصله وکړه چې مِکدونيه او اخيه ته لاړ شى او بيا يروشلم ته لاړ شى، او بيا هغۀ ووئيل چې، ”هلته د تلو نه وروستو ما ته په کار دى چې زۀ ضرور د روم ښار وګورم.“
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
د دې ټولو پېښو نه وروسته پولوس د روح القدس په لارښوونه پرېکړه وکړه چې مقدونیې او جنوبي یونان ته سفر وکړي او وروسته بیا اورشلیم ته لاړ شي. هغه وویل: «هغه ځای ته د تللو نه وروسته باید د روم ښار هم ووینم.»
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
پس له دغه خبرو نه پولوس فيصله وکړه چه مکدونيه اَؤ اخيه ته لاړ شى اَؤ بيا بيتُ المُقدس ته ځان ورسوى اَؤ هغۀ ووئيل چه ”هر کله چه زَۀ هلته ورشم نو په کار دى چه دَ رُوم ښار خامخا وګورم.“