Acts 19:25 — Compare Translations
3 translations compared side by side
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
هغۀ هغوئ سره د دې روزګار نور کاريګر او تاجران هم راغونډ کړل او وئ وئيل چې، ”اے وروڼو، تاسو ته ښۀ پته ده چې زمونږ ټول آمدن هم د دې تجارت نه دے.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
نو دیمیتریوس هغوی او د هغوی په شان نور کسبګر سره راټول کړل او ورته یې وویل: «ای ملګرو، تاسو پوهېږئ چې مونږ له همدې کاروبار څخه ښه ګټه تر لاسه کوو.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
هغۀ دَ هغوئ اَؤ دَ داسے نورو کسب ګرو يوه غونډه راوغوښته اَؤ هغوئ ته ئے خبرے وکړلے. هغۀ ووئيل چه ”اَئے سړو! تاسو خبر يئ چه زمُونږ دَ ژوندُون دارو مدار په دے کسب دے.