Acts 19:27 — Compare Translations

3 translations compared side by side

Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
دلته صرف دا خطره نۀ ده چې زمونږ کاروبار به بې‌قدره شى بلکې د ارتِميسې زيارت به هيڅ څيز هم ونۀ ګڼلے شى او د لوئ خُدائ ارتِميس هغه شان او شوکت به ختم شى چې ټولې آسيه او دُنيا به يې عبادت کولو.“
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
نو دا خطر شته چې نه یوازې دا چې زمونږ کاروبار به بدنام شي بلکې د دې خطر هم شته چې زمونږ د لوی خدای ارتیمیسې د عبادت ځای به هم بې اعتباره شي او د هغې شان او شوکت چې په اسیا او ټوله نړۍ کې ورته عبادت کیږي، هم له منځه لاړ شي.»
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
دا خطره ده چه نۀ تش دا چه زمُونږ کاروبار به بے قدره شى بلکه دَ ارتِميسے مندر به ناڅيزه وګڼلى شى اَؤ په ايشيا اَؤ په ټوله دُنيا کښے چه دَ هغے عبادت کيږى نو دا شان و شوکت به ئے ختم شى!“