Acts 19:35 — Compare Translations
3 translations compared side by side
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
خو د ښار ناظم اعلىٰ ګڼه چپ کړه. هغۀ ووئيل چې، ”اے د اِفِسوس خلقو، څوک دى چې ورته دا پته نۀ وى چې زمونږ د اِفِسوس ښار د لوئ ارتِميسې د زيارت او د هغې يو مقدس کاڼے چې د آسمان نه راپرېوتے دے.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
په پای کې ښاروال خلک غلي کړل او ویې ویل: «ای د افسیس خلکو، ټولو ته معلومه ده چې د افسیس ښار د لویې ارتیمیسې د عبادتځای او د هغې سپېڅلې تیږې ساتونکی دی چې د اسمان څخه راغورځېدلې ده.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
خو دَ ښار سيکتر ګڼه چپ کړه. هغۀ ووئيل چه ”اَئے دَ اِفِسوس خلقو! هر چا ته معلُومه ده چه زمُونږ دَ اِفِسوس ښار دَ لوے ارتِميسے مندر اَؤ دَ هغے پاک کاڼے چه له آسمان نه راپريوتو، منجوره دے.