Acts 19:4 — Compare Translations

3 translations compared side by side

Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
پولوس ورته ووئيل چې، ”د يحيىٰ بپتسمه خو د توبې بپتسمه وه. هغۀ خلقو ته وئيل چې په هغه چا ايمان راوړئ څوک چې زما نه پس راتلونکے دے، او هغه عيسىٰ دے.“
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
پولوس وویل: «یحیی چې د تعمید کوم غسل ورکاوه، هغه د ګناهونو څخه د توبې ویستلو نښه وه او خلکو ته به یې ویل چې په هغه چا باندې ایمان راوړئ چې د هغه څخه وروسته راروان دی یعنې په عیسی باندې ایمان راوړئ.»
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
پولوس بيا ووئيل چه ”کُومه بپتسمه چه يحيىٰ ورکړے وه هغه دَ توبه ګارئ بپتسمه وه. هغۀ خلقو ته وئيلى وُو چه په هغۀ ايمان راؤړئ څوک چه دَ هغۀ نه پس راتلُونکے دے، اَؤ هغه عيسىٰ دے.“