Acts 19:9 — Compare Translations
3 translations compared side by side
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
خو ځينى ډېر ضدناک وُو او ايمان راوړلو نه يې اِنکار وکړو او د جماعت په وړاندې يې د خُدائ پاک لارې ته بدرد وئيل. نو پولوس هغوئ نه لاړو او خپل مريدان يې د ځان سره بوتلل او هره ورځ به يې د تورنوس په سکول هال کښې بحث کولو.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
خو د هغوی څخه ځینې سرزورو خلکو ایمان نه راوړلو او د کنیسې د خلکو په مخکې به یې د څښتن عیسی مسیح لارې ته بد ویل. نو پولوس له هغوی څخه لاړ او شاګردان یې له ځان سره بوتلل او هره ورځ به یې د تیرانوس د غونډو په تالار کې بحثونه کول.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
خو ځنى ډير ځيلناک وُو اَؤ وئے نۀ منل اَؤ دَ خلقو په وړاندے ئے مسيحى عقيدے ته بد وئيل. نو پولوس ترے نه لاړو اَؤ خپل مُريدان ئے جُدا کړل اَؤ هره ورځ به ئے دَ تورنوس په مدرسه کښے بحث کاوو.