Acts 2:17 — Compare Translations
3 translations compared side by side
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
خُدائ پاک فرمائى، د دې ټولو کارونو کولو نه وروستو به زۀ خپل روح په ټولو خلقو نازل کړم. ستاسو زامن او لوڼه به نبوت کوى. ستاسو مشران به خوبونه وينى، او ستاسو ځوانان به رويا ګانې وينى.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
خدای وایي: په اخرو ورځو کې به داسې وشي. زه به خپل روح کړمه نازل په ټولو خلکو باندې ستاسو لورګانې او زامن به زما پیغام رسوي ستاسو ځوانان به رویاګانې ویني او ستاسو سپین ږیري به خوبونه ویني
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
”خُدائے فرمائى چه په آخرى ورځو کښے به داسے کيږى چه زَۀ به خپل رُوح په هر يو کس نازلوم اَؤ ستاسو زامن اَؤ لُوڼه به نبوت کوى، ستاسو ځوانان به رويا په سترګو وينى اَؤ بُډاګان به خوبُونه