Acts 20:13 — Compare Translations

3 translations compared side by side

Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
نو مونږ مخکښې لاړو او په سمندرى جهاز کښې سوارۀ شُو او اَسوس ته روان شُو، هلته نه پولوس هم جهاز ته راختونکے وو. ځکه چې هغۀ دا بندوبست او نيت کړے وو چې د وچې د لارې نه به لاړ شى.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
مونږ مخکې لاړو او په کشتۍ کې کښېناستو او د اسوس ښار ته روان شولو، چېرته چې مونږ غوښتل پولوس هم راسره په کشتۍ کې سپور شي. ځکه چې هغه نیت کړی ؤ چې د وچې لارې نه هغه ځای ته لاړ شي.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
نو مُونږ وړاندے دَ اوبو په جهاز کښے سوارۀ شوُو اَؤ اَسوس ته روان شوُو په کُوم ځائے کښے چه پولوس هم دغه جهاز ته راختُونکے وو. هغۀ دا بندوبست کړے وو ځکه چه هغه په خپله دَ وچے په لاره تلو.