Acts 20:18 — Compare Translations
3 translations compared side by side
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
کله چې هغوئ ورله راغلل هغۀ هغوئ ته ووئيل، ”تاسو ته ښۀ پته ده چې د کومې ورځې نه چې ما د آسيه په زمکه اول قدم کېښودو نو ما تاسو سره څنګه وخت تير کړو.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
کله چې هغوی راورسېدل، نو هغه ورته وویل: «تاسو ته معلومه ده چې د هماغې لومړۍ ورځې څخه چې زه د اسیا ولایت ته راورسېدم او څومره وخت چې ستاسو سره وم، نو تاسو سره مې څنګه ژوند تېر کړ.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
اَؤ کله چه هغوئ ورته راورسيدل نو داسے خبرے ئے ورته وکړلے، ”تاسو ته پته ده چه ما تاسو سره څنګه ژوند تير کړو، دَ هغه ورځے نه چه ما اول دَ ايشيا په مزکه قدم کيښودو اَؤ څومره مُوده چه زَۀ تاسو سره وم.