Acts 20:21 — Compare Translations

3 translations compared side by side

Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
ما يهوديانو او يونانيانو دواړو ته ګواهى ورکړه چې د خُدائ پاک په وړاندې توبه وباسئ او په مالِک عيسىٰ مسيح ايمان راوړئ.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
ما یهودیانو او غیریهودیانو دواړو ته په کلکه خبرداری ورکړ چې باید د خپلو ګناهونو څخه توبه وباسي او خدای ته رجوع وکړي او زمونږ په څښتن عیسی ایمان راوړي.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
اَؤ يهُوديانو اَؤ يُونانيانو ته مے دَ خُدائے په وړاندے دَ توبے ويستلو اَؤ په مالِک عيسىٰ مسيح دَ ايمان راوړلو شاهدى کړے ده.