Acts 20:7 — Compare Translations
3 translations compared side by side
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
د هفتې په اوله ورځ مونږ د روټۍ دپاره راغونډ شوى وُو. پولوس خلقو ته بيان شروع کړو ځکه چې بله ورځ هغۀ غوښتل چې لاړ شى، نو تر نيمې شپې پورې يې خبرې وکړې.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
د شنبې ورځې په ماښام مونږ د غوره ماښامي د مراسمو د لمانځلو دپاره سره راټول شولو. پولوس ایماندارانو ته خبرې وکړې، څرنګه چې هغه غوښتل بله ورځ په سفر لاړ شي، نو تر نیمې شپې پورې یې خپلو خبرو ته دوام ورکړ.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
دَ اِتوار په ماښام مُونږ دَ ډوډئ ماتولو دَ پاره راغونډ شوى وُو اَؤ پولوس چه په بله ورځ رُخصتيدُونکے وو، هغوئ ته ئے خطاب وکړو اَؤ تر نيمے شپے پورے ئے خبرے کولے.