Acts 20:9 — Compare Translations

3 translations compared side by side

Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
يو زلمے چې يوتخوس نوم يې وو، په کړکۍ کښې ناست وو. د پولوس د خبرو په اوږدېدو سره خوب ورله جوټه ورکړه، او چې خوب يوړو نو د درېم چت نه ښکته زمکې ته پرېوتو. چې راوچت يې کړو نو هغه بيا مړ شوے وو.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
هلته په کړکۍ کې یو ځوان ناست ؤ چې افتیخوس نومېده. کله چې پولوس خبرې کولې، نو په هغه ځوان باندې خوب راغی او په درانه خوب ویده شو او د درېم منزل څخه لاندې ځمکې ته راولوېد. کله یې چې راپورته کړ، نو هغه مړ شوی ؤ.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
اَؤ يوتخوس نومے يو زلمے وو چه دَ کړکئ په چوکاټ ناست وو. دَ پولوس دَ خبرو په دوران کښے ډير خوب وزنګولو اَؤ آخر چه خوب پرے غالب شو نو دَ دريم چت نه ښکته مزکے ته پريوتو اَؤ چه هغوئ را اُوچت کړو نو مړ شوے وو.