Acts 21:11 — Compare Translations

3 translations compared side by side

Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
هغه مونږ له راغلو، او د پولوس ملابند يې واخستو او په دې يې خپل لاس او پښې وتړل او وې وئيل چې، ”روحُ القُدس دا وائى چې په يروشلم کښې به يهوديان په دې طريقه د دې ملابند مالِک وتړى او هغه به غېر‌يهوديانو ته په حواله کړى.“
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
هغه مونږ ته راغی، د پولوس کمربند یې واخیست او په هغه باندې یې خپل لاسونه او پښې وتړلې او ویې ویل: «روح القدس داسې وایي: ‹په اورشلیم کې به یهودیان د دې کمربند خاوند همدا شان وتړي او غیریهودیانو ته به یې وسپاري.›»
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
هغه مُونږ ته راغے، دَ پولوس ملاتړ ئے واخيستو اَؤ په هغۀ ئے خپل لاس پښے وتړل اَؤ وئے وئيل چه ”دا دَ رُوحُ القُدس کلام دے چه په بيتُ المُقدس کښے به يهُوديان دَ دے ملاتړ خاوند هم دغه شان وتړى اَؤ هغه به غير يهُوديانو ته په حواله کړى.“