Acts 21:13 — Compare Translations

3 translations compared side by side

Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
خو پولوس جواب ورکړو، ”تاسو ولې ژاړئ او زما زړۀ ماتوئ؟ ځکه چې زۀ نۀ يواځې تړلو ته، بلکې دې ته هم تيار يم چې د مالِک عيسىٰ دپاره په يروشلم کښې شهيد شم.“
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
خو پولوس په ځواب کې وویل: «تاسو څه کوئ؟ تاسو ولې ژاړئ او زما زړه ماتوئ؟ زه نه یوازې دې ته تیار یم چې بندي شم، بلکې دې ته هم تیار یم چې د څښتن عیسی په خاطر په اورشلیم کې مړ شم.»
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
خو پولوس جواب ورکړو، ”دا دومره اوښکے ولے؟ تاسو زما دَ زړۀ دَ ماتولو کوشِش ولے کوئ؟ تر څو چه زما خبره ده زَۀ نۀ يواځے تړلو ته، بلکه دے ته هم تيار يم چه دَ مالِک عيسىٰ په نُوم په بيتُ المُقدس کښے مړ شم.“