Acts 21:16 — Compare Translations
3 translations compared side by side
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
د قيصريه نه څۀ مريدان هم مونږ سره راغلل او مونږ يې د مناسون کور ته راوستُو چې د قبرص اوسېدونکے وو او پخوانے مريد وو او مونږ د هغۀ سره پاتې شُو.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
د قیصریې څو شاګردان زمونږ سره ملګري شول او مونږ یې د مناسون کور ته چې د قبرس څخه ؤ او د لومړنیو ایماندارانو څخه ؤ، د اوسېدلو دپاره بوتلو.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
دَ قيصريه نه ځنے مُريدان مُونږ سره روان شول اَؤ مناسون نومے سړے چه دَ قبرص اوسيدُونکے وو اَؤ دَ پخوا دَ مُريدانو نه وو، هغۀ ته ئے راوستلُو دَ چا په کور کښے چه مُونږ ميلمانۀ کيدُونکى وُو.