Acts 21:25 — Compare Translations

3 translations compared side by side

Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
خو ترڅو چې د ايماندار شوو غېر‌يهوديانو خبره ده مونږ هغوئ ته خط ورلېږلے دے چې بُتانو ته د نذر کړې قربانۍ نه، د هغې د وينې او د مُردار شوى څاروى غوښې نه او د زناکارۍ نه ځان ساتئ.“
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
خو د هغو غیریهودیانو په هکله چې ایمانداران شوي دي، مونږ هغوی ته خپله پرېکړه په لیکلې توګه لېږلې ده چې هغوی باید د هغو خوړو څخه چې بتانو ته وړاندې کیږي، د وینې د خوړلو څخه، د هغه حیوان د غوښې د خوړلو څخه چې زندۍ شوی وي او د جنسي بد اخلاقۍ څخه خپل ځانونه وساتي.»
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
اَؤ تر څو چه دَ نوى ايمان راوړُونکو تعلق دے نو مُونږ هغوئ ته دا هدايت ورکوُو چه دوئ دِ دَ هغے غوښے نه ځان وساتى کُومه چه دَ بُتانو په نُوم قُربانى شوے وى، اَؤ دَ وينے نه، دَ هغے څيز دَ غوښے نه چه خپه کړے شوے وى اَؤ دَ حرام کارئ نه دِ ځان وساتى.“