Acts 21:26 — Compare Translations
3 translations compared side by side
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
نو پولوس په بله ورځ هغه څلور سړى د ځان سره بوتلل او د هغوئ سره د ځان پاکولو نه پس هغه د خُدائ کور ته لاړو چې د هغه تاريخ اعلان وکړى په کوم چې د پاکېدو وخت پوره کيږى او د هر يو دپاره به نذرانه ورکړى.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
نو بله ورځ پولوس هغه څلور تنه د ځان سره بوتلل او د هغوی سره یې د پاکوالي مراسم سرته ورسول. بیا هغه د خدای کور ته لاړ چې هغوی ته خبر ورکړي چې په څو ورځو کې به د پاکوالي مراسم پوره کیږي او له هغې وروسته به د هر یو دپاره قرباني وړاندې کړای شي.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
نو پولوس په بله ورځ هغه څلور سړى دَ ځان سره کړل اَؤ دَ هغوئ سره دَ ځان پاکولو دَ دستورے نه پس هغه دَ خُدائے کور ته لاړو چه دَ هغه تاريخ اِظهار وکړى په کُوم چه دَ پاکيدو وخت پُوره کيږى اَؤ په هغوئ کښے دَ هر يو دَ پاره به منښته ورکړے شى.