Acts 21:28 — Compare Translations

3 translations compared side by side

Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
او چغې يې کړلې، ”اے بنى اِسرائيلو. زمونږ مدد وکړئ. دا هغه سړے دے چې هر چا ته او هر چرته زمونږ د خلقو او زمونږ د شريعت خلاف تعليم ورکوى او زمونږ د خُدائ د کور بې‌حرمتى کوى. د دې نه لويه خبره دا ده چې هغۀ يونانيان هم د خُدائ کور ته راوستى دى او دا پاک ځائ يې پرې پليت کړے دے.“
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
او چیغې یې ووهلې: «ای د اسراییلو خلکو، مرسته وکړئ او د دې سړي په خلاف زمونږ سره یوځای شئ. دا هغه سړی دی چې هر چېرته ځي او زمونږ د قوم، د موسی د شریعت او د خدای د کور په ضد هرچا ته تعلیم ورکوي. برسېره پر دې هغه یونانیان هم د خدای کور ته راوستلي دي او دا سپېڅلی ځای یې ورباندې ناپاکه کړی دی.»
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
اَؤ چغے ئے کړلے، ”اَئے اِسرائيليانو! رامدد شئ! رامدد شئ! دا هغه سړے دے چه په ټوله دُنيا کښے خپله عقيده خوروى اَؤ زمُونږ په خلقو اَؤ په شريعت اَؤ زمُونږ دَ خُدائے په کور ګواښونه کوى. اَؤ دَ ټولو نه لويه خبره په کښے دا ده چه هغۀ يُونانيان هم دَ خُدائے کور ته راوستى دى اَؤ دا پاک ځائے ئے پرے پليت کړے دے.“